د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل، په دغو څه دپاسه دیرشو کلونو کې مو له ټولو حکومتونو څخه د حمایت په مختلفو توانمنیو او ګروهنو سره ملاتړ کړی دی ځکه چې د هیواد شرائط او هغه موخې چې د خپل ځان لپاره مو انځور کړي دي ، په اسلامی جمهوریت کې دا ایجابوي چې درست له مجرئې قوې سره چې د میدان په مینځ کې ده ، مرسته وکړي .
د شهید محمد علی رجائي او د شهید محمد باهنر د شهادت په کلیزې کې د اسلامی ایران ولسمشر او حکومتي کابینې غړو نن په حضرت امام خمیني امامباړې کې په شتون سره د اسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي سره کتنه وکړه .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دغې کتنې کې وفرمائيل، د بندیزونو د شنډونې ترټولو مهمه ځانګړنه ، د انفلیّشن کمیدا ده .
دوي دغه راز وفرمائيل، باید د خبرواترو ترڅنګ بندیزونه شند شي.
د اسلامی انقلاب د خپلې وینا په بلې برخې کې وفرمائيل، په دغو څه دپاسه دیرشو کلونو کې مو له ټولو حکومتونو څخه د حمایت په مختلفو توانمنیو او ګروهنو سره ملاتړ کړی دی ځکه چې د هیواد شرائط او هغه موخې چې د خپل ځان لپاره مو انځور کړي دي،په اسلامی جمهوریت کې دا ایجابوي چې درست له مجرئې قوې سره چې د میدان په مینځ کې ده،مرسته وکړي .
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي دغه راز له ګاونډیانو سره د ارتباط سیاست پشمول د بهرني سیاست په برخې کې د حکومت فعالیتونه ډير ښه وبلل او وې وئيل، باید له هیڅ یو ه ګاوڼډی سره کومه شخړه ونه لرل شو او که کومه شخړه هم وي ، باید په ملګرتیا بدله شي چې په دې زمینې کې ځیني ګامونه پورته شوي دي چې پکار ده دوام ومومي .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د هغو ټولو حکومتونو ارتباط چې له ایران سره ارتباط سره ګروهمن دي،(له په ګوته شمیر استثنائي پرته)د ایران د اوسني حکومت یو بل سیاست وبالۀ او وې وئيل، په دوو نړیوالو اورګانونو کې غړیتوب هم ډير مهم کار ؤ چې ښئ ،هیواد په یوه داسې وضعیّت کې دی چې نړیوالې موسیسې او اورګانونه له ایران سره ارتباط ته ګروهمن او هوډمن دي او د خپلو محاسباتو په اساس او د ایران واقعیّتونو ته په پام سره ، زمونږ له هیواد سره ارتباط لازم ګڼي.
همداراز د ایران په ضد د بندیزونو اصلی موخه د ولس معیشت او د دوي برمته کول وبلل او وې وئيل، د بندیزونو دختمولو په زمینې کې ځیني کارونوه او خبرې اترې روانې دي چې پخپل ځاي کې سمې او محفوظې دي ،البته له دې سره سم دبندیزونو شنډول هم تعقیب شي . دا نظرغلط ،ارتجاعي او له سل کلن مخکیني وخت سره اړونده دی چې څو اروپائي هیوادونه ددنیا پولیس مین وي ، البته نن سبا باید دغه زوړ او مرتجح نظر څنګةشي او درک شي چې له دنیا سره ارتباط یعني له افریقا،جنوبی امریکا او اسیا سره ارتباط ، د طبیعي او انساني شتمنیو لوئې سرچینې دي، ددې په ترڅ کې چې د نړیوالو ارتباطاتو معیار ، ملی عزت او ګټې دي او په ارتباط کې هم سلطه پالنه او هم سلطه منل باید وجود ونه لرل شي.